اسپوتنیک د اطلاعات روز ورځپاڼېپه حواله راپور ورکوي چېپه پاکستان کې د امریکېد استخباراتو د ادارې (سي آی اې) پخوانی مشر رابرټ ګرینیر وايي، د د دوحې خبري اتري او تړون له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لامل شو او په پایله کې طالبانو* د افغانستان حکومت نسکور کړ او له شلو کلونو وروسته بېرته واک ته ورسېد.
د ځینو امریکايي او افغان چارواکو له نظره دغه تړون د طالبانو* په ولکه کې د افغانستان د سقوط بنسټ و.
په پاکستان کې د امریکې د استخباراتو د ادارې (سي آی اې) پخواني مشر دا هم ویلي چې د دوحې خبرې له پیله طالبانو ته د افغانستان د سپارلو لپاره طرحه شوې وه، ځکه چې افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت توان نه درلو.
رابرټ ګرینیر زیاته کړېده چې د خبرو په اړه د خلیلزاد چلند "ډیر عاطفی" و او د متحده ایالتونود پلاوي غړو احساس کاوه چې هغه له طالبانو* سره "ډیر خواخوږي" لري.
رابرټ ګرینیر وویل: "هغه (خلیلزاد) له هغوی [طالبانو*] سره ډیر خواخوږي درلود. زه فکر کوم چې د وخت په تېرېدو سره یې له هغوی سره اړیکې ټینګې کړې. هغه بې پرېتوب یو څه له لاسه ورکړ."
د سي آی اې دغه پخواني چارواکي زیاته کړېده چې خلیلزاد د هغه ولسمشر لپاره کار کاوه چې غوښتیله افغانستانه ووځي او طالبان په دې پوهېدل او نه یې غوښتل چې امتیاز ورکړي.
هغه ویلي دي: "خلیلزاد بد لاس درلود چې بده لوبه یې وکړه."
ګرینیر، چې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د بریدونو په وړاندې د غبرګون د همغږي کولو دنده په غاړه درلوده، د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې ویلي دي، چې دی له پیله ویره لرله: "که متحده ایالتونهپر افغانستان یرغل وکړي او زیات شمېر پوځیان هلته ځای پر ځای کړي ... د شوروي اتحاد په څېر برخلیک به ولري. "
د ده له نظره، پر افغانستان د امریکې لوی یرغل د زړه له کومي نه و او "له لومړنیو بریاوو سره سره مونږ د هغه هېواد اشغال ګر و او دې پېښې ډېرې منفي پایلې لرلې".
د سي آی اې دغه پخواني چارواکي ویلي، چې امریکا هڅه کوله افغانستان په داسې یوه بدل کړي، چې نه شي کېدایاو داسې پوځ یې جوړ کړی و چې بې ثباته و.
هغه زیاته کړېده، چې افغانستان اوس مهال د امریکې د بهرنۍ تګلارې په پس آب کې قرار لری.
په ورته وخت کې دغه پخواني امریکايي چارواکي له طالبانو* سره د اړیکو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې امریکا باید له طالبانو*سره بوخت وي.
هغه ویلي دي: "موږ باید هڅه ونکړو چې طالبان* داسې یو کار ته مجبور کړو چې دوی یې په ساده ډول نه کوي." هغه زیاته کړه چې بندیزونه د افغانستان خلکو ته ډیر زیان رسوي.
د طالبانو* ضد ډلو څخه د ملاتړ په اړه، ګرینیر ویلي دي چې اوس مهال له طالبانو*سره د مقابلې لپاره هیڅ "د پایښت وړ وسله وال عناصر" شتون نلري. په ورته وخت کې، هغه وویل: "زه د دې نظر سره هیڅ آرام نه یم چې موږ باید داسې اقدامات وکړو چې اغیز یې یوازې ډېره مړینهاو ویجاړۍوي."
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.