د اسپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې وویل: هغه وسلې چې کیف ته ورکول کیږي د هماغو مظاهره چیانو په لاس کې به وي او د فرانسې د پولیسو پر ضد کارول کېږي.
هغې زیاته کړه: هغه وسلې چې د لویدیځ، ناټو او فرانسې له خوا ورکول کېږي، هماغه پیسې چې د اوکراین په خاوره کې د ملتپالو، نازیانو او فاشیستانو د ملاتړ لپاره د بومرینګ په څیر اچول کیږي، نه یوازې په هغه خاوره کې، بلکې د دوی خپلو خلکو ته هم تاوان رسوي.