ملګري ملتونه پر طالبانو* غږ کوي چې د ښځو د سینګار د سالونونو د تړلو پرېکړه بېرته واخلي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) له طالبانو* وغوښتل د ښځو لپاره د سینګار د سالونونو د تړلو پر پرېکړې له سره غور وکړي.
Sputnik
د اسپوتنیک په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه وینا کې چې د یادې ادارې پر ټویټر پاڼې خپره شوې، له طالبانو* غوښتي چې د ښځو لپاره د سینګار سالونونو د تړلو پر پریکړه له سره غور وکړي.
د وینا په متن کې راغلي: "یوناما پر طالبانو* غږ کوي چې د سینګار د سالونونو د تړلو حکم لغوه کړي. د ښځو پر حقونو دا نوی محدودیت به د هیواد پر اقتصاد منفي اغیز وکړي او د ښځو د کاري بوختیا څخه د اعلان شويملاتړ خلاف دی."
د یادولو وړ ده چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د زمری میاشت له درېیمې نیټې څخه د ښځو د سینګار د سالونونو پر فعالیت بندیز لګوي. دغه وزارت په یو مکتوب کې ویلي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یادو بندیزونو په اړه شفاهی امر کړی دی.
باید وویل شي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسی طالبانو* پر ښځو باندي ډېر بندیزونه لګولي دي چې د نجوڼو زده کړه او په دولتي، غیر دولتي او نړیوالو ادارو کې د ښځو کار هم پکې شامل دي. طالبان دا کړني د شرعی احکامو په رڼا کې بولي.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
بحث و گفتگو