د ورځې د ځینو مهمو خبرونو لنډیز

نن په نړۍ کې او بیا په ځانګړی ډول د افغانستان په اړه مهمې مسایل پېښ شوي دي.
Sputnik
د شانګهای د همکارۍ سازمان آنلاین سرمشریزه غونډه د هند د لومړی وزیر په کوربه توب جوړه شوه او د سازمان د غړو هیوادونو پر امنیتی، اقتصادی او سوداګریز خوندیتوب او د غړو هیوادونو ترمنځ د یووالی او پیوستون او په نړیوالو مسایلو کې د واحد دریځ د غوره کولو په اړه خبري اتري وشوې.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې ګډونوالو د یو خپلواک هیواد د جوړېدو په هیله د افغانستان ملاتړ وکړ. همدارنګه غړي هیوادونه "په افغانستان کې د یو داسی ټول شموله حکومت رامنځته کول حیاتي وګڼل چې د افغاني ټولنې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي پکې شامل وي."
د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان لپاره تر ۲۰۲۵ کال پوری مهم هدفونه اعلان کړ.
د آلمان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر په افغانستان کې د آلمانی پوځ د کړنو څخه دفاع کړې، د افغانستان اوسنی وضعیت یې وحشتناک ګڼلی او ویلي یې دي چې افغانستان به د اوږدې مودې لپاره ناامن ځای پاتې شي.
اسپوتنیک د کابل خبري رسنیو په حواله ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن د جولای پر ۴ نېټه اعلان کړی چې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ له امله په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو حاصلات کمېږي.
په سوېډن کې د لوی اختر د لمانځنې پر مهال د قرآن کريم بې حرمتي او سوځول د نړۍ د ډېرو هېوادونو له پراخ غبرګونونو سره مخ شول.
د پاکستان لومړي وزیر د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۳مه غونډه کې وویل چې د افغانستان په اړه نړیواله ټولنه د پښه پر ځای په حال کې ده.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندی دي.
بحث و گفتگو