د اسپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې د علومو اکاډمۍ د اقتصاد او ریاضیاتو د مرکزي انسټیټیوټ ( CEMI) مشر البرټ باختیزین وویل: "د روسیې پر وړاندې د لویدیځ د ترکیبی جګړې اصلي موخه د روسیې د اقتصاد ویجاړول نه، بلکې د امکان تر کچې د هغې د نفوس د شمېر کمول او د ملیونونو خلکو ژوند ویجاړول ده."
هغه وویل: "د لویدیځ لخوا پیل شوې جګړه نه یوازې په اقتصاد اغیزه کوي، بلکی دا یو ترکیب دی چې په عین وخت کې په څو جبهو کې -اقتصادي، سیاسي، استخباراتي او امنیتی په اوکراین کې، چیرې چې دښمنان د لویدیځو وسلو سره په حقیقت کې د روسیې پر ضد جګړه کوي.
بختیزین ټینګار کوي چې روانه جګړه یوه ستړې کونکې جګړه ده. هغه دې ته اشاره لري چې لوېديځ د روسيې په طبيعي زېرمو د بډايو سيمو له خوا فتحه کړای شوی دی.
بختیزین په پای کې وایی: لویدیځ واقعاْ دې ټولو ځمکو ته اړتیا لري، مګر په یو شرط چې په روسیې کې د انسانانو شمېره هومره وي چې یوازی د لرګیو د پرې کولو، د الماسونو د کان کیندنې او د ګاز او تېلو د پایپ لاینونو د ساتلو لپاره اړین دي.