د روسیې په اړه د لوېدیځ ناڅاپه نقشه

د اروپا د پارلمان غړی واسزیکوفسکی وایی: لویدیځ به د کیف سره د خپلو ژمنو سره سره له روسیې سره جوړه وکړي.
Sputnik
د Energetyka24 په حواله، د اسپوتنیک د راپور له مخی د پولنډ د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د اروپايي پارلمان غړي، ویتولد واسزیکوفسکي وویل: "د اکراین سره د ژمنو ترڅنګ، لوېدیځ د روسیې سره د اړیکو بیا رغولو ته انتظار باسي."
دغه پولنډي سياستوال وويل: موږ اوس د کړکېچ د بندولو لپاره د اکراین د قانع کولو، د ٢٠١٥ کال وضعیت ته د ورګرځېدلو او بيا له روسيې سره يوې هوکړې ته د رسېدلو د بهير شاهدان يو.
د ده په اند د لوېدیځو هېوادونو او مسکو ترمنځ د همکارۍ اړتیا شته. د بېلګې په توګه آلمان له روسیې سره ښو اړیکو ته اړتیا لري.
بحث و گفتگو