https://sputnik.af/20230710/کرز-او-د-جرمن-د-بهرنیو-چارو-وزیر-د-بین-الافغان-مذاکراتو-په-اه-خبر-وک-15277684.html
کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړې
کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړې
اسپوتنیک افغانستان
حامد کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره د بین الافغاني خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د اوږدمهاله ټیکاولپاره یوه اړینه تګلاره وګڼله. 10.07.2023, اسپوتنیک افغانستان
2023-07-10T11:08+0430
2023-07-10T11:08+0430
2023-07-10T11:08+0430
پښتو خپرونه
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/0b/05/12622588_0:23:1200:698_1920x0_80_0_0_b7f253366af66eb6c1d022704511d344.jpg
د اسپوتنیک د راپور له مخې، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک بین الافغاني خبرې"په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې او ثبات لپاره یوه مناسبه تګلاره" وبلله.دوی د ویډیويي خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو د لیرې کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.کرزي د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې له خوا څخه "د نجونو د تعلیم او کار ته د ښځو د راستنېدو په برخه کې د شریف ارمان " د نه هیریدونکي ملاتړ ستاینه وکړه.کرزی دغه راز دافغانستان سره د آلمان د بشري مرستو له امله د بهرنیو چارو له وزیرې څخه د مننې ترڅنګ د مرستو د دوام هیله څرګنده کړه.له هغه وخته چې طالبان* په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، هغوی په منځنیو او لوړو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د بشري مرستو له ادارو سره یې د ښځو کار محدود کړ.په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ظالمانه سیاستونه او کړنې د نړیوالې ټولنې له خوا په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغلې او نړیواله ټولنه د دې محدودیتونود ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړېده. خو د طالبانو* حکومت ادعا کوي چې دا د افغانستان داخلي مسله ده او له بهرنۍ ټولنې یې غوښتي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.
https://sputnik.af/20230701/نشست-وزرای-خارجه--کشور-جهان-برای-بررسی-وضعیت-زنان-در-افغانستان--عکس-15192999.html
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
2023
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
خبرها
da_DA
اسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
https://cdn1.img.sputnik.af/img/07e6/0b/05/12622588_120:0:1080:720_1920x0_80_0_0_beea258f1e278b811ff629e3ab55d104.jpgاسپوتنیک افغانستان
feedback.me@sputniknews.com
+74956456601
MIA „Rossiya Segodnya“
پښتو خپرونه
کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې وکړې
حامد کرزي د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې سره د بین الافغاني خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د اوږدمهاله ټیکاولپاره یوه اړینه تګلاره وګڼله.
د اسپوتنیک د راپور له مخې، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک بین الافغاني خبرې"په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې او ثبات لپاره یوه مناسبه تګلاره" وبلله.
دوی د ویډیويي خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو د لیرې کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
کرزي د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې له خوا څخه "د نجونو د تعلیم او کار ته د ښځو د راستنېدو په برخه کې د شریف ارمان " د نه هیریدونکي ملاتړ ستاینه وکړه.
کرزی دغه راز دافغانستان سره د آلمان د بشري مرستو له امله د بهرنیو چارو له وزیرې څخه د مننې ترڅنګ د مرستو د دوام هیله څرګنده کړه.
له هغه وخته چې طالبان* په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، هغوی په منځنیو او لوړو ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د بشري مرستو له ادارو سره یې د ښځو کار محدود کړ.
په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ظالمانه سیاستونه او کړنې د نړیوالې ټولنې له خوا په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغلې او نړیواله ټولنه د دې محدودیتونود ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړېده. خو د طالبانو* حکومت ادعا کوي چې دا د افغانستان داخلي مسله ده او له بهرنۍ ټولنې یې غوښتي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
*-طالبان د ملګرو ملتونو د سازمان تر بندیزونو لاندي دي.