د ورځې د ځینو مهمو خبرونو لنډیز

© AP Photo / Liu ZhengОфициальный представитель МИД КНР Мао Нин
Официальный представитель МИД КНР Мао Нин - اسپوتنیک افغانستان  , 1920, 06.07.2023
عضو شوید
ځینو مهمو پېښو ته لنډه کتنه
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، له افغانستان څخه د امریکې د وتلو په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه نده شوې .چین وایی چې واشنګتن باید د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمنۍ بېرته افغانانو ته راوګرځوي او پر افغانستان یواړخیز بندیزونه لیرې کړي.
د روسیې د علومو اکادمۍ څیړونکی بختیزین وايي چې د لویدیځ لخوا د روسیې پر ضد پیل شوې جګړه نه یوازې پر اقتصاد اغیزه کوي، بلکی دا یو ترکیبې جګړه ده چې په عین وخت کې په څو جبهو کې جریان لري او موخه یې د روسیې د نفوس کمول ده.
یوې هندي رسنۍ دافغانستان په شمال کې د پاکستانی طالبانو تحریک د غړو د ځای پرځای کېدو وروسته په شمالي ولایتونو کې د ګډوډۍ او وېرې د خپرېدو خبر ورکړی دی.
پر افغانستان باندی د حاکمو طالبانو* د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د دوی له خوا د جوړ شوي حکومت استازي د شانګهای د همکارۍ سازمان(SCO) په غونډو کې د ګډون قانوني حق لري.
د اسپوتنیک په وینا، ریاض به د تېلو تولید لس سلنه کم کړي. په تولید کې د دې کمښت موخه دا ده چې نرخونه په مناسبه کچه وساتل شي.
د روسيې د علومو اکاډمۍ د ختيځ پیژندنی د انستيتوت لوړپوړی څېړونکی اندري اوستروفسکي اسپوتنیک رادیو ته ویلي دي چې د چين له خوا د اروپا د ډيپلوماسۍ د مشر جوزف بوریل د سفر د لغوه کېدو احتمالي لامل د خبرو لپاره د دقیقې اجنډا نشتون دی.
نوار خبری
0
برای شرکت در گفتگو
ورود به سیستمیا ثبت نام کنید
loader
بحث و گفتگو
Заголовок открываемого материала